خانهافغانستاند هېواد له زندانونو څخه ۵۵۰ بندیان ازاد شوي

د هېواد له زندانونو څخه ۵۵۰ بندیان ازاد شوي

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې د دې ادارې اړوند له یو شمېر زندانونو څخه ۱۲۰۵ نارینه او ښځینه بندیان ازاد او د بند موده یې کمه شوې ده.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د روژې د مبارکې میاشتې په پار خوشې شوي او د ځینو د بند موده کمه شوې ده. 

سرچینې لیکلي: “یاد بندیان د سرپل، سمنګان، غور، کونړ، پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشېر او لغمان ولایتونو د زندانونو د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته، (۵۵۰) تنو د حبس او حجز پاتې مودې عفو او خوشې شول او د (۶۵۵) تنو نورو د حبس او حجز په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.”

د مسوولینو په وینا چې دغه بهیر د دې ادارې اړوند د هېواد په نورو زندانونو کې هم د عملي کېدو په حال کې دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه