خانهنړۍسپاه پاسداران: ایران شپږ میاشتې د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د...

سپاه پاسداران: ایران شپږ میاشتې د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د جګړې د دوام توان لري

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول اردو ویاند علي محمد ناینی نن یکشنبه اعلان وکړ چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د عملیاتو په اوسني شدت سره د لږترلږه شپږو میاشتو لپاره د امریکا او اسراییلو پر وړاندې د سختې جګړې د دوام توان لري.

د فارس خبري اژانس په وینا، ناینی وویل: “د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه د عملیاتو په اوسني سرعت سره د لږترلږه شپږو میاشتو لپاره د متحده ایالاتو او اسراییلو په وړاندې د سختې جګړې د دوام توان لري.”

هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې د لومړي او دوهم نسل توغندي کارول شوي، خو په راتلونکو ورځو کې به دوی پرمختللي او لږ کارول شوي اوږد واټن توغندي وکاروي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې امریکایي چارواکو مخکې وړاندوینه کړې وه چې د ایران په وړاندې جګړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي، خو اوس دویمه اوونۍ ته داخله شوې او دواړه خواوې د درنو تلفاتو او زیانونو راپور ورکوي.

سپاه پاسداران انقلاب هم ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکا او اسراییلو اډو سره تړلي له ۲۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي دي.

څارونکي وايي، چې دا بیان د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د شخړې د اوږدولو لپاره د ایران چمتووالي ته اشاره کوي، په داسې حال کې چې خبرداری ورکوي چې د جګړې دوام کولی شي په منځني ختیځ کې یو پراخ بحران رامنځته کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه