د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلانډ ترمنځ نن ماښام ترسره کېږي. هند هېڅکله نه دی توانېدلی چې شل اوریز نړیوال جام کې نیوزیلانډ ته ماته ورکړي، او نیوزیلانډۍ لوبډله بیا تر اوسه نه ده توانېدلې چې پایلوبه وګټي. هند تر دې وړاندې دوه ځلي شل اوریز نړیوال جام ګټلی دی.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلانډ ترمنځ نن(یکشنبه، د مارچ ۸مه) کېدونکې ده.
دغه ستره پایلوبه د هند په کوربه توب ۶بجې ترسره کېږي.
دا په شل اوریز نړیوال جام کې لومړی ځل دی چې کوربه دې تر پایلوبې ورسېږي.
تر دې دمه لس نړیوال شل اوریز جامونه ترسره شوي، چې نیوزیلانډ پکې یوځل هم نړیوال جام نه دی ګټلی او هند دوه ځلې نړیوال شل اوریز جامونه ګټلي.
روي شاستري، این بیشپ دېنش کارتيک، سونیل ګواسکر، هرشا بوګلې، ډیني موریسن، سایمن ډوول، اوین مورګن او نټالي جرمینوس به د هند او نيوزيلينډ ترمنځ په نننۍ پايلوبه کې تبصره وکړي.
هند د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلنډ ته د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هندۍ لوبډله له نیوزلانډ څخه را وروسته دویمه لوبډله شوه چې د روان نړیوال جام پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل.
بلخوا افغانستان هم دغه جام کې ونډه اخیستې وه چې ګروپي پړاو کې د دوو برایاوو او دوو ماتو سره یې ونشو کړی بل پړاو ته لاره پیدا کړي.


