خانه نړۍ علي لاریجاني: ایراني سرتېرو یو شمېر امریکایي ځواکونه ژوندي نیولي

علي لاریجاني: ایراني سرتېرو یو شمېر امریکایي ځواکونه ژوندي نیولي

0
123

د ایران ملي امنیت شورا رییس، علي لاریجاني ادعا کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پرمهال یو شمېر امریکايي ځواکونه د ایراني سرتېرو له لوري نیول شوي دي. 

لاریجاني په اېکس لیکلي: “امریکایانو دا عسکر د جګړې په ډګر کې وژل شوي اعلان کړي، خو د حقیقت پټولو هڅه بې ګټې ده او د دوی د نیول کیدو جزئیات به ډیر ژر خپاره شي.”

دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه دویمې اوونۍ ته ننوځي، چې دواړه خواوې د درنو پوځي تلفاتو او زیانونو راپور ورکوي، که څه هم دا ارقام لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې شخړو دوام کولی شي په منځني ختیځ کې یو پراخ بحران رامنځته کړي، او د نړۍ قدرتونه د یو لوی ناورین د مخنیوي لپاره د سمدستي زغم غوښتنه کړې ده.

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې نور بې‌ له ځنډه تسلیم شي او نوموړی باید د ایران د نوي مشر په ټاکلو کې برخه واخلي. 

خو ایراني چارواکي بیا خبرداری ورکوي چې ایران یوې اوږدمهالې جګړې ته ادامه دی.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید