نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ناروې په پلازمېنه، اوسلو کې د امریکا سفارت د قنسولي خدماتو په دروازه کې چاودنه شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا چاودنه ځاني تلفات نه لري، بلخوا امریکا او ناروې تر اوسه د دې چاودنه په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کوم لوري د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د امریکا – اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه پراخه شوې او په یو شمېر هېوادونو کې د نړۍ سفارتونه په نښه شوي دي.
بلخوا ایران خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې به د امریکا ټولې اډې او سفارتونه په نښه کېږي او له خپلو ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې دوی یوازې امریکایي اهداف په نښه کوي.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران باید ژر تر ژره تسلیم شي. ټرمپ تر دې مخکې په ایران کې د ځمکنیو عملیاتو د پیلېدو غوښتنه کړې وه.
د یادولو ده چې تر اوسه د ایران او امریکا – اسرائیل ترمنځ د جګړې د پایته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.


