د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله نننۍ وینا کې ټینګار وکړ چې ایران به هېڅکله اسراییل او امریکا ته تسلیم نشي او تر وروستۍ شیبې پورې به د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
د فارس خلیج کې د ایران په هدفونو د وروستیو توغندیو او ډرون بریدونو ته په اشارې سره، هغه له ګاونډیو هېوادونو څخه بښنه وغوښته او ویې ویل: “دا اقدامات یوازې د پراخ یرغل په ځواب کې وو. زموږ ګاونډي هېوادونه به تر هغه وخته پورې په نښه نشي تر څو چې د دوی خاوره په ایران د برید لپاره ونه کارول شي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه خپلې دوهمې اوونۍ ته داخله شوې او ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د هر ډول خبرو اترو امکان رد کړ او د ایران “غیر مشروط تسلیمېدو” ټینګار یې وکړ.
د یادونې وړ ده چې پدې جګړه کې تلفات یوازې په ایران کې له ۱۳۰۰ څخه زیاتو ته لوړ شوي دي.


