خانهنړۍپایلوبه؛ هند او نیوزیلانډ سبا د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ټرافي پر...

پایلوبه؛ هند او نیوزیلانډ سبا د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ټرافي پر سر لوبه کوي

د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلانډ ترمنځ سبا ترسره کېږي. دا په شل اوریز نړیوال جام کې لومړی ځل دی چې کوربه دې تر پایلوبې ورسېږي. تر دې دمه لس نړیوال شل اوریز جامونه ترسره شوي، چې نیوزیلانډ پکې یوځل هم نړیوال جام نه دی ګټلی او هند دوه ځلې نړیوال شل اوریز جامونه ګټلي.

د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام ستره پایلوبه د هند او نیوزیلانډ ترمنځ سبا(یکشنبه، د مارچ ۸مه) کېدونکې ده.

دغه ستره پایلوبه د هند په کوربه توب ۶بجې ترسره کېږي.

هند د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلنډ ته د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هندۍ لوبډله له نیوزلانډ څخه را وروسته دویمه لوبډله شوه چې د روان نړیوال جام پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل.

بلخوا افغانستان هم دغه جام کې ونډه اخیستې وه چې ګروپي پړاو کې د دوو برایاوو او دوو ماتو سره یې ونشو کړی بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه