خانهنړۍایران اروپايي هېوادونو ته: که په جګړه کې ښکېل شئ، هدف به...

ایران اروپايي هېوادونو ته: که په جګړه کې ښکېل شئ، هدف به وګرځئ

د ایران او امریکا – اسرائیل د جګړې په دوام، تازه تهران اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که په روانه جګړه کې له ښکېلتیا ډډه ونه کړي، د ایران له لوري به مشروع هدف وګرځي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال «مجید تخت‌روانچي» له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې ایران له اروپايي هېوادونو غواړي چې د امریکا – اسرائیل په جګړه کې ښکېل نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوې چې د امریکا – اسرائیل د هر برید په غبرګون په منځني ختیځ کې امریکایي اډې په نښه کېږي او متحده ایالاتو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه له ایران څخه غوښتي چې له قید او شرط پرته تسلیم شي، ګېني دا جګړه به اوږده شي.  خو ایراني چارواکو بیا ټینګار کړی چې دوی له امریکا څخه د هېڅ ډول مذاکراتو غوښتنه نه لري او نه اوربند کوي. 

د یادولو ده چې تر دې دمه د امریکا – اسرائیل او ایران په جګړه کې هېڅ کوم اروپايي هېواد په مستقیم ډول برخه نه ده اخیستې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه