خانهافغانستانهرات کې ۳۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

هرات کې ۳۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

د هرات مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکو له کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په وینا چې دا نشه‌يي توکي د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو، د لسمې لوا اول کنډک له لوري نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا چې په دغو نشه‌يي توکو کې ۳۴ کیلوګرامه پوډر او پنځه کیلو ګرامه شیشه شامل دي.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او په دې موده کې د دغو توکو سلګونه کارخونې ویجاړې شوې دي. 

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په هېواد کې یې د هر ډول نشه‌يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه پيل کړې او لا هم جریان لري.  

د یادولو ده چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو وخت ناوخت زرګونه کسان هم نیول کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي.  

بلخوا ملګرو ملتونو هم په وروستیو راپورونو کې ویلي چې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه جدي شوې، خو اندېښنه څرګندوي چې له یاد هېواد څخه لا هم نشه‌يي توکي قاچاق کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه