خانهافغانستانعلي محي‌الدین القره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه حرامه بللې

علي محي‌الدین القره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه حرامه بللې

د اسلامي علماو د نړیوال اتحاد مشر، علي محی‌الدین القره‌داغي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې د حراموالي فتوا ورکړې او له دواړو لوریو یې غوښتي چې په بېړني ډول دې دا جګړه پایته ورسوي.

نوموړي په اېکس‌پاڼه یوه فتوا خپره کړې او پکې لیکلي یې دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د اسلامي لارښوونو خلاف ده او باید ژر تر ژره ودرول شي. 

علي محی‌الدین القره‌داغي له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتي چې د روژې له وروستیو لسو شپو مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ودروي، او د اختلافاتو د حل خبرې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه له تېرو څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پیل شوې چې د پاکستان له لوري په افغانستان کې ډېر ملکي وګړي په نښه شوي دي. 

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه ښودلې او له ټولو لوریو يې غوښتي چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونیسي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه