خانهافغانستاند پاکستان سیاسي ګوندونه خپل حکومت ته: له افغانستان سره خبرو ته...

د پاکستان سیاسي ګوندونه خپل حکومت ته: له افغانستان سره خبرو ته کېنئ

 د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو په یوه انلاین غونډه کې پاکستاني حکومت ته وړاندیز کړی چې له افغانستان سره د جګړې پرځای خبرو ته کېني.  

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند په ګډون دغو سیاسي ګوندونو د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف سره دا غوښتنې شریکې کړې دي.  

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي هم ویلي وو چې هلته او په ټول پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب دی.

نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي وو چې که دوی خپلې غوښتنې تغییر نه کړي، ښايي په ټول پاکستان کې خراب وضعیت لا پسې خراب شي.  

د یادولو چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم جګړه پیل شوې چې له امله یې پاکستاني لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

بلخوا له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي وضعیت په بې‌سارې توګه خراب شوی او زرګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه