د افغانستان د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د هېواد د څلورو ریل پټلیو بندرونو له لارې د توکو لېږد پرته له کومې ستونزې دوام لري او د لېږد پروسه په اسانۍ سره روانه ده.
د دغه وزارت په وینا، د تیرې اوونۍ په جریان کې د ۱۴۰۴ هجري قمري کال د کب له ۸ څخه تر ۱۲ پورې، په ټولیزه توګه ۱۲۷،۶۵۰ میټریک ټنه توکي د هېواد د ریل پټلیو له لارې لېږدول شوي دي.
د ورکړل شویو احصایو پر بنسټ، ۸۸ زره او ۱۸۶ ټنه توکي د حیرتان بندر له لارې، ۱۰ زره او ۷۶۹ ټنه د اقینې بندر له لارې، ۱۴ زره او ۱۲۳ ټنه توکي د خواف-هرات لارې له لارې وارد یا صادر شوي دي. پدې لیږدونو کې پټرولیم محصولات، غیر پټرولیم توکي او نور سوداګریز توکي شامل دي.
په ورته موده کې، شاوخوا ۲۶۵ ټنه توکي هم له افغانستان څخه صادر شوي، چې لویه برخه یې وچې مېوې او منرالونه وو.
د ټولګټو وزارت زیاته کړه چې د خامو موادو او خوراکي توکو د لېږد د اسانتیا لپاره، د بندر چارواکو او اړوندو څانګو ته لارښوونه شوې چې سوداګرو ته لا زیاته همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغه وزارت چارواکو دا هم ټینګار کړی چې هڅې روانې دي چې د هېواد د ټرانزیټي لویو لارو له لارې د توکو د لېږد لپاره مناسب او خوندي شرایط برابر شي ترڅو د سوداګرۍ او توکو د لېږد پروسه په اسانۍ سره ترسره شي.


