خانهسپورتد نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د هند او انګلستان ترمنځ...

د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د هند او انګلستان ترمنځ ترسره کېږي 

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام دویمه ستره نیمه پایلوبه نن د هند او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ کېدونکې ده.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن(پنجشنبه، د مارچ۵مه) ماښام هند د انګلستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

په لومړۍ ستره نیمه پایلوبه کې تېر ماښام سویلي افریقا د نیوزیلانډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شو.  چې سخته ماته یې وخوړه.سویلي افریقا تر دې وړاندې هم په نړیوال جامونو کې ۱۴ ځله نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه چې دا یې ۱۳م ځل شو چې له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه د سویلي افریقا په توپوهنې پیل شوه، چې د نیوزیلنډ لوبډلې ته یې د اتو وېکټو په زیان ۱۷۰ منډې هدف وټاکه. د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې د یوې وېکټې په زیان د لوبې په ۱۳ ام اور کې ټاکل‌شوی هدف پوره کړ.

د ویلو ده چې نیوزیلنډۍ لوبډله به د راتلونکې اوونۍ یکشنبې په ورځ (مارچ ۸مه) د دویمې نیمه‌پایلوبې د ګټوونکې لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي. 

د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه