د کندهار مسوولین وایي، د یاد ولایت ښاروالۍ له لوري هغه ۳۰۰ دوکانونه تړل شوي چې په خپل سر یې د توکو بیې لوړې کړې وې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا دوکانونه د ښاروالۍ نظارتي ټیم له لوري تر کتنې وروسته تړل شوې دي، او هلته یې د بیو د کنترول کمپاین پیل کړی دی.
د کندهار مسوولینو یو وار بیا له خلکو غوښتي چې له احتکار او د خوراکي توکو د بیو له لوړولو ډډه وکړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونه کې سلګونه دوکانونه په همدې خاطر تړل شوي وو.
د یادولو ده چې پر ایران د امریکا – اسرائیلو له بریدونو وروسته د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې په ناڅاپي توګه لوړې شوې، په داسې حال کې چې تر اوسه هېڅ ډول ترانزیټي او د لارو د بندښت ستونزې هم نه دي پېښې شوې.
وړمه شپه د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې د ایران په لاره سوداګري د پخوا غوندې ده او خلک باید د توکو بیې لوړې نه کړي.


