نیوزیلنډ لوبډلې د روان شلاوریز نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمهپایلوبه کې سویلي افریقا ته د نهو وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړې ده.
دا لوبه د سویلي افریقا په توپوهنې پیل شوه، چې د نیوزیلنډ لوبډلې ته یې د اتو وېکټو په زیان ۱۷۰ منډې هدف وټاکه. د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې د یوې وېکټې په زیان د لوبې په ۱۳ ام اور کې ټاکلشوی هدف پوره کړ.
په نننۍ لوبه کې د نیوزیلنډ لوبغاړي «فین الین» د شلاوریزو لوبو نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه ووهله. نوموړي په ۳۳ بالونو پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.
نیوزیلنډۍ لوبډله به د راتلونکې اوونۍ یکشنبې په ورځ (مارچ ۸مه) د دویمې نیمهپایلوبې د ګټوونکې لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
د یادولو ده چې دویمه نیمهپایلوبه سبا (پنجشنبه، مارچ ۵مه) د هندوستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ کېږي چې دا به هم د نننۍ لوبې غوندې د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه وي.


