خانهافغانستان انګلستان افغانانو ته د زده‌کړې ویزې ورکول بندوي

 انګلستان افغانانو ته د زده‌کړې ویزې ورکول بندوي

د انګلستان حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د اتباعو لپاره د زده‌کونکو ویزو ورکول به وځنډوي.

د برتانوي چارواکو تېره ورځ(سه‌شنبه، د مارچ ۳مه) په ویزو باندې نوي محدودیتونه اعلان کړل. د کورنیو چارو وزارت په وینا، د څلورو هېوادونو د اتباعو لپاره د زده‌کونکو ویزو ورکول به وځنډول شي، دا پرېکړه چې د لومړي ځل لپاره په دومره لویه کچه پلي کیږي.

د دې سره، افغان اتباع به د کار ویزو ته د لاسرسي څخه هم منع شي. د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د قانوني چینلونو له لارې د پناه‌غوښتنې د غوښتنلیکونو زیاتوالی د دې پرېکړې لامل شوی.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هغه هېواد به د جګړې او ځورونې څخه تښتیدلو خلکو ته د پناه ورکولو ته دوام ورکړي، خو زیاته یې کړه چې د ویزې سیسټم باید په داسې ډول ونه کارول شي چې د هغې اصلي هدف سره په ټکر کې وي. هغه ادعا وکړه چې د دې هېوادونو ځینو اتباعو د انګلستان د کډوالۍ سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

دا پرکړه په داسې حال کې کیږي چې په انګلستان کې د کډوالۍ په اړه بحثونه زیات شوي، د کډوالو د راتګ په اړه ټولنیز او سیاسي حساسیتونه زیات شوي دي.

حکومت په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې په اړه سختې پالیسۍ پلي کړي، دا هغه موضوع ده چې په کور دننه او بهر کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه