خانهنړۍایران تر اوسه د امریکا – اسرائیل د بریدونو په ځواب کې...

ایران تر اوسه د امریکا – اسرائیل د بریدونو په ځواب کې ۵۰۰ توغندي، ۲ زره ډرون توغولي

پر ایران د امریکا – اسرائیلو د بریدونو او د ایران د بې‌ساري غبرګون په دوام، یو شمېر نړیوالو رسنیو د څلورو ورځو په تېرېدو سره په یاده جګړه کې د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزاتو د له منځه تللو په اړه موندنې خپرې کړې دي.  

د رسنیو د موندنو له مخې چې په دې جګړه کې د امریکا د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له منځه وړل شوي، چې له دې ډلې یوازې د امریکا په «العدید» هوایي اډه کې د ۱٫۱ میلیارد ډالرو په ارزښت تخریب شوي تجهیزات ښودل شوي دي. 

په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا پر ایران د برید لپاره تر اوسه له ۵۰ زرو زیات پوځیانو، ۲۰۰ جنګي الوتکو، دوه الوتک‌وړونکې بېړیو استفاده کړې، خو په غبرګون کې یې ایران بیا پر اسرائیل او سیمه کې پر امریکایي اډو ۵۰۰ بالستیک توغندي او ۲ زره بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

دا موندنې داسې مهال خپرېږي چې تازه فرانسې، بریټانیا او هسپانیا په یاده جګړه کې د امریکا غوښتنه نه ده منلې او خبرداری یې ورکړی چې پر ایران د برید لپاره دې د دوی له اډو استفاده نه کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه