خانهنړۍراپورونه وایي، د خامنه‌یي دویم زوی د هغه ځایناستی وټاکل شو

راپورونه وایي، د خامنه‌یي دویم زوی د هغه ځایناستی وټاکل شو

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د کارپوهانو شورا د علي خامنه‌یي زوی مجتبی خامنه‌یي د دغه هېواد د نوي مذهبي مشر په توګه ټاکلی دی.

سرچینو دویچه‌ویله ته ویلي چې د کارپوهانو شورا د انقلابي ګارد د قوماندان احمد واحدي او د سپاه پاسداران د استخباراتو د پخواني مشر حسین طیب تر فشار لاندې د علي خامنه‌یي زوی مجتبی خامنه‌یي د اسلامي جمهوریت د دریم مذهبي مشر په توګه غوره کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغه کیږي چې علي خامنه‌یي د امریکا او اسراییلو په وروستیو هوايي بریدونو کې ووژل شو. په ورته وخت کې، راپورونو تایید کړې چې په قم کې د متخصصینو شورا د دارالانشا ودانۍ په نښه او ویجاړه شوې ده.

اسراییلي سرچینو ادعا کړې چې برید د نوي مشر د ټاکلو لپاره د رای ورکولو پرمهال شوی، که څه هم کورنیو ایراني رسنیو برید تایید کړی خو دا یې رد کړې چې غونډه په هغه وخت کې شوې وه.

په ۱۹۶۹ کال کې په مشهد کې زیږېدلی، مجتبی خامنه‌یي د پخواني ایراني مشر دوهم زوی دی او مخکې له دې د احتمالي ځای ناستي په توګه یاد شوی دی.

هغه له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د خزانې له بندیزونو سره مخ دی او د مشرتابه د دفتر په ځینو چارو کې یې اجرایوي رول لوبولی دی پرته له دې چې رسمي مقام ولري، او د ایران د خپلواکو رسنیو راپورونه د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو کې د هغه پراخ نفوذ ښیي.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د دریم مذهبي مشر په توګه له جدي ننګونو سره مخ دی، او د هغه حکومت بقا چې هغه یې مشري کوي د سقوط له جدي خطر سره مخ ده.

د اسلامي جمهوریت د بقا د ساتلو لپاره د هغه احتمالي انتخابونه څه دي؟ د امریکا او اسراییلو د بریدونو سره د مبارزې دوام ممکن ایران په یوې اوږدې جګړې کې راښکته کړي، او له امریکا سره خبرې اترې یو شته انتخاب دی، خو ایا په ایران کې به عامه نظر د دې پرېکړې ملاتړ وکړي؟

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه