د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي چې دا مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د اقلیمي بدلون له امله د ځپلشویو کسانو شمېر په زیاتېدو دی او په ټول هېواد کې یې هم د خطر کچه د لوړېدو په حال کې ده.
د دې ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې دا مهال دایکندي، بامیان، وردګ، نیمروز او زابل هغه ولایتونه دي چې د اقلیمي بدلون پایلو ځپلي، او په دې سربېره د ټول هېواد شاوخوا ۱۹ سلنه وګړي ځپل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د شدیدې وچکالۍ او لنډمهاله چټکو بادونو له امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، او د څښاک پاکو اوبو ته د هېوادوالو لاسرسی سخت شوی دی.
تر دې مخې هم د یونیسف په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ځپوونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی و او د افغانستان له خلکو څخه پر ملاتړ یې ټینګار کړی و.
د یادولو ده چې د اقلیمي بدلون سترې پایلې شدیده وچکالي، زلزلې، وچ بادونه، بېوخته ورښت او خونړۍ سېلابونه بلل کېږي.


