د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ ستره نیمه پایلوبه کې نن ماښام سویلي افریقا د نیوزیلانډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. سویلي افریقا تر دې دمه د په نړیوال جامونو کې ۱۴ ځله نیمه پایلوبې ته رسېدلې چې ۱۲ ځله یې همدې پړاو ماته خوړلې ده.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن(چهارشنبه، د مارچ ۴مه) ماښام سویلي افریقا د نیوزیلانډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. سویلي افریقا په نړیوال جام کې تر دې دمه هېڅ ماته نه ده خوړلې او نيوزيلانډ په ګروپي لوبو کې د سويلي افريقا پر وړاندې اسانه ماته تجربه کړه و او نن ماښام به ورسره د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې مخامخ کېږي.
له دې سره د هند لوبډله هم ممبي ته ورسېده، او د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د نړيوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې له انګلستان سره مخامخ شي.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او انګستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل.
باید وویل شي چې زمبابوې او ویسټ انډیز منځني ختیځ کې د جګړې له امله تراوسه هند کې بند پاتي او نشي کولی خپلو هېوادونو ته لاړ شي.


