خانهافغانستانزلمی خلیلزاد: ښکاري چې د پاکستان خلکو د خپل حکومت له پالیسیو...

زلمی خلیلزاد: ښکاري چې د پاکستان خلکو د خپل حکومت له پالیسیو ناراضه دي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، ګومان کوي چې د پاکستان خلک به د خپل حکومت له ډېرو پالیسیو ملاتړ نه کوي، او د دواړو ترمنځ واټن مخ په زیاتېدو ښکاري. 

خلیلزاد په اېکس لیکلي چې د پاکستان خلک به د پاکستاني حکومت له هغو پالیسیو ملاتړ ونه کړي چې د افغان ملکیانو د وژلو لامل شوي دي. 

د امریکا دغه پخواني استازي دا خبره د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ کړې چې پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې تر ډېره ملکي افغانان په نښه کړي او د دوی لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

خلیلزاد تر دې مخکې هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت باید د افغان ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او پر افغانستان خپل دا ډول تېری پایته ورسوي. 

نوموړي خبرداری ورکړی و چې د پاکستان دننه امنیتي وضعیت خورا ترینګلی دی، که دا جګړه هم اوږده شي، د پاکستان لپاره به له خطرناکو پایلو خالي نه وي. 

د ویلو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې جګړه پیل شوې چې تر ډېره پکې پاکستاني عسکرو ته زیان اوښتی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه