خانهافغانستاند بریتانیا استازی: له افغانستان او پاکستان سره په اړیکه کې یو

د بریتانیا استازی: له افغانستان او پاکستان سره په اړیکه کې یو

د ا.ا مرستیال ویاند وایي چې د رياست الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د بریتانیا له  ځانګړي استازي «ریچرډ لینډزي» سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

ملا حمدالله فطرت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې ملا عبدالواسع د بریتانیا ځانګړي استازي څخه د دې زمینې د تنظیم مننه کړې او د یاد هیواد د بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. 

نوموړي ویلي: “افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ سره لرلې او زموږ د مذاکراتو ټیم  له دوی سره ناستې کړي، خو د هغوی د غیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي.”

ملا عبدالواسع دا هم ویلي، غوره ده چې مسایل او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له همدې امله موږ تل د دوستو هیوادونو د منځګړیتوب او مذاکراتو ملاتړ کړی، خو په وینا یې چې دا اوس په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې مذاکراتو او که جنګ ته لومړیتوب ورکوي.

سرچینې لیکلي چې بلخوا د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې دوی حالات څاري او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې دي.

هغه ټینګار کړی چې جګړه د حل لار نه ده او په وینا یې، ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه