امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله د امریکا جګړې وزارت په ګډون یو شمېر چارواکي د دغو بریدونو پراخېدو ته اندېښمن شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې ویل شوي چې دا مهال له ایران سره جګړه له کنترول وتلې او په همدې تړاو د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ادارې او یاد وزارت ترمنځ اندېښنې را ولاړې شوې دي.
د دې رسنۍ په راپور کې همداراز ویل شوي چې پر ایران د امریکا جګړې څارونکي پوځي مسوولین اوونیو ته د جګړې غځېدلو او په دفاعي تاسیساتو بریدونو سخت اندېښمن کړي دي.
د یادولو ده چې دا مهال د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو او ځینو سفارتونو پراخ توغندیز بریدونه پیل شوي دي.
په داسې حال کې چې نن سهار په کویټ کې هم د امریکا یو شمېر جنګي جېټ الوتکې د ایران له لوري ویشتل شوې او پیلوټان یې له نیولکېدو وروسته تر روغتیايي درملنې لاندې دي.
بلخوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې دا جګړه امریکا پیل کړې او د ایران له لوري به پایته رسېږي. ایراني چارواکو د سولې هر ډول خبرې او وړاندیزونه هم رد کړي دي.


