خانهنړۍایران کې د چین یو وګړی وژل شوی

ایران کې د چین یو وګړی وژل شوی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په تهران کې لږ تر لږه یو چینایی کس وژل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن(دوشنبه، د مارچ ۲مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “تر ټولو بېړنی کار د پوځي عملیاتو بندول او د شخړې د خپرېدو مخنیوی دی.”

هغه د خبرو اترو له لارې د شخړې د حل غوښتنه وکړه،او  ټینګار یې وکړ چې چین په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په ایران باندې د امریکا او اسراییلو ګډ بریدونه دوام لري، او ایران د اسراییلو په اهدافو او په فارس خلیج کې د امریکا په اډو د توغندیو او ډرونونو سره ځواب ورکوي.

د ایران په پلازمینه کې د چینایي مړینه، چې ظاهرا د هوایي بریدونو له امله رامنځته شوې، د بهرنیو اتباعو په وړاندې د جګړې مستقیم اغېز ښیې.

چین مخکې د ایت‌الله خامنه‌یي  وژنه غندلې وه او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې وه.

په ایران کې د چین سفارت هم خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې محتاط اوسي او که امکان ولري له هېواده ووځي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه