د امریکا – اسرائیل پراخو بریدونو ته په غبرګون کې ایران په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو توغندیز بریدونه پيل کړي، او د خلیج هېوادونو او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، تازه د قطر پخواني لومړي وزیر خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې باید له ایران سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل نهشي.
د قطر پخواني لومړي وزير حمد بن جاسم بن جبر آل ثانی په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که له ایران سره مستقیمه جګړه پیل شي، نو د دواړو لوريو سرچینې به ستړې او کمزورې شي او دا به نورو قدرتونو ته به د نفوذ زمینه برابره شي.
د هغه په وینا، سره له دې چې ایران د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو حاکمیت نقض کړی، خو یاد هېوادونه باید له تهران سره مستقيمې جګړې ته دننه نهشي.
د قطر پخواني لومړي وزیر همداراز زیاته کړې چې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ روان کړکېچ به پایته رسېږي، خو په وینا یې چې که د خليج د همکاريو شورا غړي هېوادونه په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، نو دا به اوږدمهاله اغېز ولري.
د یادولو ده چې ځینو دغو هېوادونو تازه د ایران سفیران هم احضار کړي دي.


