د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ایران مذهبي مشر، ایت الله علي خامنهيي د مړینې په خاطر د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي کرزي ویلي چې خامنهيي همېشه له افغانانو څخه ملاتړ کړی دی، او ایران کې د سولې او امنیت په هیله دی.
د ایران مذهبي مشر، ایت الله علي خامنهيي د امریکا – اسرائیلو په بریدونو کې ژوند وبایلود او د دې ترڅنګ د ایران یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
ایران حکومت خبرداری ورکړ چې د خپل مذهبي مشر غچ به اخلي، او سمدلاسه یې پر اسرائیل او ټول منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو او سفارتونو پراخ توغندیز بریدونه پیل کړل.
د راپورونو له مخې چې ایران په ټول منځني ختیځ کې د امریکا اډې هدف ګرځولې او د دې ترڅنګ یې په اسرائیلو هم بریدونه جاري ساتلي دي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې خپل دا انتقامي بریدونه به تر نامعلومې نېټې پورې غځوي، تر څو اسرائیل – امریکا له پښو وغورځوي.
د ویلو ده چې د ایران مذهبي مشر د مړینې له امله په ټول ایران کې ۴۰ ورځې ملي ماتم هم اعلان شوی دی.


