د ایران پر پلازمېنه تهران د امریکا – اسرائیل د نننیو بریدونو په غبرګون کې د ایران حکومت لومړی پر اسرائیل او بیا په سیمه کې پر سترو پوځي امریکايي اډو پراخ توغندیز بریدونه پيل کړي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې د ایران دا ځوابي بریدونه په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر سترو پوځي اډو شوي دي.
راپورونه کاږي چې تهران په قطر کې د العدید، کویټ کې د السالم، متحده عربي اماراتو کې الظفره هوايي اډه او بحرین کې پینځمه هوايي اډه په نښه کړي دي او ترڅنګ یې د اسرائیلو پلازمېنه هم تر سختو توغندیزو بریدونو لاندې راوستې ده.
تر دغو بریدونو مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د ایران وګړي دې په کورونو کې پاتې شي او د ایران د حکومت له بدلېدو وروسته دې راووځي.
خو بلخوا د ایران حکومت چارواکو او سپاهپاسداران خبرداری ورکړی چې امریکا او اسرائیل به دا ځل تر هغې د ایران تر بریدونو لاندې وي، تر څو چې ټوله سیمه د دوی له نفوذ نه وي پاکه شوې.
ایراني چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې اسرائیل به تر بشپړ ختمولو پورې تر بریدونو لاندې وي، او دا به د دوی لپاره یو ستر ځواب وي.


