د کندهار سیمهییز چارواکي وايي، ددې ولایت اړوند تختهپل ولسوالۍ په یو پنډغالي کې د پاکستان پوځي رژيم الوتکو په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
برید کې هغو کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په پنډغالي کې یې په یوه ودانۍ کې کار کاوه.
په ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې تېره شپه هم پاکستان پوځي رژیم د خپلو جنایتونو په دوام دکونړ مرکز اسعداباد اړوند د ډنډونو د بیلي په سیمه کې دلیری واټن ویشتونکو توپونوپه ذریعه د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، ددې بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکی وګړي شهیدان او یوتن زخمي شوي.
فطرت په ورته مهال زیاته کړې، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې تېره شپه 10 بجې د غرني هاوان او توپونو د انداختونو په پایله کې د یوې ښځې په شمول ۴ تنه ځايي خلک شهیدان او پنځه تنه زخمیان شوي.


