د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو په ۵۰مې لوبې کې نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کېږي. پاکستانۍ لوبډله نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره بايد سريلانکا په ۶۵ منډو ماته کړي او يا هم ورکړل شوی هدف په ۱۳ اورونو کې پوره کړي.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو کې نن(شنبه، د فبروري ۲۸مه) د سریلانکا او پاکستان ترمنځ برخلیک ټاکوونکې لوبه ترسره کېږي.
دغه لوبه د نړیوال جام ۵۰مه لوبه ده او نن ماښام ۶ بجې پیل شي.
دا لوبه د پاکستان لپاره برخلیک ټاکونکې او پاکستانۍ لوبډله نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره بايد سريلانکا په ۶۵ منډو ماته کړي او يا هم ورکړل شوی هدف په ۱۳ اورونو کې پوره کړي.
سریلانکا او پاکستان دواړه د اته غوره لوبډلو پړاو په بي ګروپ کې ځای لري. سریلانکا د نیوزیلڼد پر وړاندې له ماتې وروسته نیمه پایلوبې ته له تګ څخه پاتې شوه.
باید وویل شي چې سږني شل اوریز نړیوال جام کې د سویلي افریقا لوبډلې تر دې مهاله هېڅ ماته نه ده خوړلې.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې ده.



