کاناډا پرون (جمعه، د فبروري ۲۷مه) اعلان کړی چې دوی غیرضروري ډیپلوماتیک کارمندان او د هغوی کورنۍ له تل ابیب څخه وباسي، ځکه چې متحده ایالات په ایران باندې د پوځي برید په اړه غور کوي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: په اسراییل “کاناډا پریکړه کړې چې غیر ضروري کارمندان او د هغوی پورې تړلي کسان په موقتي ډول له تل ابیب څخه وباسي.” کې د کاناډا سفارت خلاص او فعال پاتې دی.
نوموړي ویلي: “په لبنان او فلسطین کې کاناډايي کارمندان او کورنۍ په ځای کې پاتې دي، او ماموریتونه په نورمال ډول دوام لري.”
د کاناډا حکومت په ایران کې خپلو اتباعو ته هم خبرداری ورکړی: “که تاسو په خوندي ډول وتلی شئ، نو همدا اوس له ایران څخه ووځئ.”
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی؛ متحده ایالاتو سیمې ته جنګي کښتۍ او درنې وسلې لیږلي دي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اټومي خبرو اترو درې پړاوونه پرته له کوم پام وړ پرمختګ څخه پای ته رسیدلي دي، او څو نورو هیوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له ایران څخه ووځي.
د یادولو ده چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د مستقیمې شخړې د احتمال په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.


