خانهافغانستانجلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ټول مشروع...

جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ټول مشروع وسایل هممهاله کارول کېږي

د بهرنیو چارو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت د مهار لپاره متقابل او دفاعي اقدامات کړي، او ورسره موازي فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه پر مخ وړل شوې ده.

ښاغلي جلالي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هممهاله او همغږي ډول کارول کېږي.

د نوموړي په وینا چې له پاکستان سره د وروستیو نښتو په اړه د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مفصلې مشورتي خبرې شوي او د افغانستان رسمي دریځ ورسره شریک شوی دی.

بلخوا یو شمېر هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي خپل اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تېرې وړمې شپې راهیسې په سرحدي سیمو کې نښتې پيل شوې دي چې د راپورونو له مخې تر دې دمه پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.  

تازه په ننګرهار کې د پاکستان یوه جېټ الوتکه نسکوره او پیلوټ یې هم ژوندی نیول شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه