د ا.ا کار او ټولنیزو چار وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې ۴۰ ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه کاري وسایل ورکړل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ ۴۰ ځوانانو ته د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د زمینې برابرولو په موخه د خپلو اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې یادو کسانو د ودانیزې برېښنا او موټرسایکل ترمیم په برخو کې خپلې زدهکړې بشپړې کړې وې.
سرچینې لیکلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو په موخه هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په پای کې له مستفیدینو څخه غوښتل شوي چې له ورکړل شویو کاري وسایلو څخه په سمه توګه استفاده او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مخکې هم په هېواد کې له ځوانانو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی و.


