خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو ۷۵ افغانان راخوشې شوي

د پاکستان له بندخونو ۷۵ افغانان راخوشې شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د یاد هېواد له بندخونو ۷۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.  

د اسلامي امارت کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، او روانه اوونۍ راخوشې شوي دي. 

د سرچینې په وینا چې ازاد شوي افغانان د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او په جبري ډول رالېږل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. 

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري ویلي چې په تېر ۲۰۲۵ کال کې پاکستان میلیونونه افغانان افغانستان ته لېږلي دي.  

دې ادارې بار بار له پاکستاني حکومت څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو له نیولو، ځورولو او په جبري ډول افغانستان ته لېږل پایته ورسوي.  

د ویلو ده چې د دې ترڅنګ له ایران څخه هم د افغان کډوالو رالېږل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه