Tuesday Jul 17, 2018

هند کې ۸ خرو ته د بند سزا ورکړل شوه

نوشته شده توسط khaama - Wed Nov 29 2017, 8:09 am

د هندوستان په یوه ایالت کې امنیتي چارواکو ۸ خرو ته د سبزیجاتو د ویجاړولو په خاطر د ۴ ورځو بندیان کړي.

د ځایي راپورونو له مخې، د هند په اترپردیش ایالت کې پولیس منسوبینو دغو خرو ته وروسته له هغه د جلاون ولسوالی په زندان کې واچوله چې په سیمه کې ارزښتمنې سبزیجات ویجاړ کړي وه.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د یوې راپور له مخې، امنیتي منسوبنیو د دوشنبې په ورځ دغو خرو ته برائت ورکړل او له زندان څخه یې خوشې کړل خو په دې شرط چې د دغو خرو مالک له دغو خرو څخه ښه پاملرنه وکړي او د نورو ویجاړونکي کړنو مخه ونیسي.

د راپور پر بنسټ، دغو خرو په یوه کرهنیز سیمه کې د ۶۰ زره هندي کلدارو په ارزښت بېلا بېلو سبزیجاتو ته زیان رسولی وه.

په همدې حال کې له څو ورځو راهیسې دغه موضوع په ټولنیزو شبکو کې تر سخت بحث لاندې راغلي دي.

د ټویټر په ټولنیز شبکه کې یوه شخص د اترپردیش پر پولیس ملنډې وهلی دی او په خپل پاڼه کې لیکلي چې د اترپردیش پولیسو د سبزیجاتو د ویجاړولو خرو ته د بند سزا ورکړي خو ښه به وې که د خرو پر ځای اصلي مجرمین بندیان شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید