خانهنړۍ"د پاکستان شاوخوا ۷۰ میلیون خلک له سختۍ بېوزلۍ سره مخ دي"

“د پاکستان شاوخوا ۷۰ میلیون خلک له سختۍ بېوزلۍ سره مخ دي”

په پاکستان کې د ناامنۍ او بېوزلۍ د زیاتېدو په دوام، تازه د دغه هېواد جمعیت اسلامي ګوند پخواني مشر، سراج الحق ویلي چې هلته شاوخوا ۷۰ میلیون خلک له سختۍ بېوزلۍ کړېږي.

نوموړي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یوې حکومتي ارزونې له مخې په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

سراج‌ الحق دا هم ویلي چې په پاکستان کې د پیسو پړسوب، ناارامي او ناسم اقتصادي مدیریت د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

تر دې مخکې هم د پاکستان ځینو ادارو په یاد هېواد کې د بېوزلۍ پراخېدو خبرداری ورکړی و او پر دې سربېره ځینو نړیوالو ادارو هم ویلي وو چې په پاکستان کې دا مهال د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د یادولو ده چې په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راپدېخوا ناامني هم زیاته شوې او د پاکستاني حکومت د ځینو امنیتي ادارو د راپورونو له مخې چې په تېرو څو کلونو کې هلته زرګونه پوځیان په وسله‌والو بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي.  

دا یادونه هم ضروري ده چې دا مهال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پاکستان پولي واحد (کلداره) هم په بې‌سارې توګه د ټیتېدو په حال کې ده چې د دغه هېواد اقتصادي کمزورتیا څرګندوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه