د ا.ا بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو د سياسي چارو لپاره د سرمنشي مرستيالې «روزميري ډيکارلو» سره په ټیلیفوني خبرو کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د هوایي بریدونو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ټیلیفوني مکالمه کې امیرخان متقي د پاکستان له خوا د وروستیو هوايي بريدونو په هکله ژوره انديښنه څرګنده کړې او په وینا یې چې د تيرو څلورو کلونو په جريان کې د پاکستان له لوري په داسې مکرر بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
ښاغلي متقي ویلي چې په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي چې دا د پاکستان له لورې پر افغانستان تورونه بې بنسټه ثابتوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې نشته او د کور دپلوماتيک په شمول ټول اړخونه کولای شي چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.
د ملګرو ملتونو د سياسي چارو لپاره د سرمنشي مرستيالې په وروستي بريد کې د ملکيانو پر مرګژوبلې خواشیني ښودلې او ډاډ یې څرګند کړی چې د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کوي.


