خانهافغانستانملګري ملتونه: تېر کال نږدې درې میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ملګري ملتونه: تېر کال نږدې درې میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې تېر ۲۰۲۵ کال له ایران او پاکستان څخه ۲٫۹ میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. 

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په دوی کې ۱٫۹ میلیون له ایران او شاوخوا یو میلیون له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.  

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) همداراز ویلي چې افغانستان ته د کډوالو تر ټولو زیات تګ راتګ د اسلام‌کلا او تورخم له لارو شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي، او د دغو هېوادونو چارواکو ویلي چې دوی به له خپلو هېوادونو څخه ټول افغان کډوالو وباسي.

په ورته مهال ګڼو نړیوالو ادارو او پر بشري حقونو د څار بنسټونو له پاکستاني حکومت غوښتي چې د کډوالو ایستلو ته د پای ټکی کېږدي.

د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په ګډون پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو ادارو له پاکستان او ایران څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه