د بلخ ولایت مقام وایي چې د دولتاباد ولسوالۍ په ښار کې د ۱۱٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي اسفالت سړکجوړونې چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک د یادې ولسوالۍ د ښار په منځ کې د ۱۱ میلیون، ۷۹۴ زره ۹۸۰ افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي پیل شوی چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
سرچینې لیکلي چې یاده پروژه د ښار په مرکزي برخه کې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰.۵ مترو په پلنوالي اسفالت سرک، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱ متر په عرض جویچه، او همدارنګه د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په عرض کانکریټي ګلدان (منځنۍ برخه) په جوړولو سره پلي کیږي.
د بلخ ولایت مقام په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پروژې ټول لګښت ۱۱,۷۹۴,۹۸۰ افغانۍ دی، چې د دولتآباد ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه تمویل شوی او د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د مسوولینو په وینا چې یاده پروژه به د ښار د تګراتګ اسانتیاوې زیاتې کړي، د دوړو او چاپېریالي ککړتیا مخه ونیسي او د ښاري ښکلا په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.


