د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو په نننۍ لوبه کې ویسټ انډیز یوه ښکلی لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې زمبابوې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو شل اورونو کې د شپږیزو او څلوریزو پر مټ د ۲۵۵ منډو ستر هدف کېښود. همداراز د ویسټ انډیزي لوبغاړي شېمرن هېټمېر نن د سږني نړیوال جام دویمه اوږده شپږیزه(۱۰۸ متره) ووهله. همداراز دې لوبې کې بل ریکارډ هم وشو چې په یوه لوبه کې د تر ټولو زیاتې(۱۹) شپږیزې ووهل شوې.
دغه لوبه نن ماښام ۶ بجې پیل شوه.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو کې نن(دوشنبه، د فبرورۍ ۲۳مه) په ۴۴مې لوبې کې نن ویسټ انډیز او زمبابوې د لوبې ډګر ته ښکته شول.
د لوبې پچه زمبابوې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
لوبه خورا په زړه پورې ترسره شوه، ځکه ویسټ انډیز په ښکلې توپ وهنې یو شمېر ریکارډونه ثبت کړل.
ویسټ انډیز سیالې زمبابوې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو شل اورونو کې د شپږیزو او څلوریزو پر مټ د ۲۵۵ منډو ستر هدف کېښود. همداراز د ویسټ انډیزي لوبغاړي شېمرن هېټمېر نن د سږني نړیوال جام دویمه اوږده شپږیزه(۱۰۸ متره) ووهله. همداراز دې لوبې کې بل ریکارډ هم وشو چې په یوه لوبه کې د تر ټولو زیاتې(۱۹) شپږیزې ووهل شوې.
زمبابوې تر دې مهاله ۱۶ اورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۳ منډې کړي او داسې ښکاري چې لوبه به د ویسټ انډیز په ګټه پای ته پای ته ورسېږي.
باید وویل شي چې تر دې دمه د دغه جام دواړه کوربه لوبډلو هند او سریلانکا دویم پړاو په ماتې سره پیل کړی دی.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې ده.


