خانهافغانستاند شبرغان – اندخوی په لاره ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته...

د شبرغان – اندخوی په لاره ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د جوزجان مسوولینو د شبرغان – اندخوی په لاره د ترافیکي پېښې له امله د یو کس د مړینې او شپږو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېر ماښام په «قریش» سیمه کې د پاسو موټر د چپه‌کېدو کله امله شوې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې او په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم ښودل شوي دي. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخینوي په موخه په لویو مسافروړونکو موټرو کې د زرګونه جي‌پي‌اېس الو د نصب‌کېدو راپور هم ورکړی و. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه