له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي او د دوی روغتیا ډاډمنه کړي.
دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي چې د ماشومانو روغتیا د دوی د وړتیاوو د پراختیا کلیدي ده. چارواکو زیاته کړه چې یوازې روغ ماشومان کولی شي روښانه راتلونکی ولري او په ټولنه کې بریالي شي.
له پولیو څخه پاک افغانستان د بنسټ متخصصینو ټینګار وکړ چې پولیو د مخنیوي وړ ده او د واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشوم د فلج کېدو مخه ونیسي. دا واکسین د ماشومانو د فزیکي ودې او احتمالي وړتیاو ساتلو کې مرسته کوي او په راتلونکي کې د دوی وړتیاوې د محدودېدو مخه نیسي.
پولیو د ماشومتوب یوه ناروغي ده چې کولی شي دایمي فلج لامل شي. په افغانستان کې د واکسین پروګرامونه د کورنیو او سیمهییزو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري او موخه یې د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او د ماشومانو روغتیا ساتل دي.
باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونو دي چې لا هم پکې پولیو ناروغۍ شتون لري او هر کال لسګونه ماشومان په دایمي فالج کېدو اخته کېږي.


