خانهافغانستانپرون له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

پرون له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، پرون له دغو هېوادونو څخه ۶۲۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۶۶، د هرات د اسلام کلا له لارې ۶، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۰۸ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۱۰۷۳ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۱۶۶۳ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

بلخوا د دغو هېوادونو چارواکو ویلي چې دوی له خپلو هېوادونو څخه ټول افغان کډوالو وباسي.

په ورته مهال ګڼو نړیوالو ادارو او پر بشري حقونو د څار بنسټونو له پاکستاني حکومت غوښتي چې د کډوالو ایستلو ته د پای ټکی کېږدي.

د ویلو ده چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې له ایران څخه هم د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه