خانهافغانستانملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې...

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۱۰٫۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې او په ۷ نورو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون دې نوبتي غونډې ته ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۲۲ پروژې منظورې شوې دي. 

د اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه دا هم لیکل شوي چې د دې ترڅنګ د څلورو پروژو په اړه ټاکل‌شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

اعلامیه کاږي چې په منظور شوو او تعدیل‌ شوو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه