د معیار او کیفیت اداره وایي چې یو وار بیا یې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۴۶ ټنه بې کیفیته ودانیز توکي (ګاډر) بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا اقدام د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه کړی، او یادو توکو له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.
سرچینې لیکلي چې دا ګاډر له هراړخیزې څېړنې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي دي.
“د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بېکیفیته او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.”
د معیار او کیفیت ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتي چې کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني مسوؤلیت ادا کړي.


