د غور د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په یاد ولایت کې ۲۷ ښوونځیو او دیني مدرسو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې چې په دغو کې ۱۹ د ښوونځیو ودانۍ او درې د دیني مدرسو ودانۍ شاملې دي.
د سرچینې په وینا چې د دې ترڅنګ سږ کال د دوو نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې شوې چې چارې یې تر ۴۰ سلنې بشپړې شوې دي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره سلګونه ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت پوهنې وزارت ویلي چې راتلونکی کال به هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د دا ډول پروژو پر پلېکېدو خوښي ښودلې او دا یې د مناسب درسي چاپېریال د رامنځتهکولو لپاره مهمې بللې دي.


