خانهافغانستانافغان کډوالو په یوه لیک کې له امریکا د دوی د پناه‌غوښتنې...

افغان کډوالو په یوه لیک کې له امریکا د دوی د پناه‌غوښتنې پروګرام د بیا پیل غوښتنه کړې

د افغان کډوالو د مرستې او همغږۍ ادارې (افغان ایواک) د افغان کډوالو په اړه لوړ پوړو امریکایي چارواکو ته یو رسمي لیک لېږلی دی. د کډوالو د ملاتړ سازمان په دغه لیک کې ویل شوي، چې دوی د افغان کډوالو د داخلې پروسې د بیا پیل او بیاکتنې غوښتنه کوي.

په لیک کې ویل شوي چې سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې د افغانستان په اړه د پالیسۍ لوی بدلونونه پیل شوي، د متحده ایالاتو حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې لپاره خپلې ژمنې بیاکتنه نه ده کړې.

سازمان وویل چې د قانوني کډوالۍ لارو ځنډول یا محدودول د شفافیت، همغږۍ او د کانګرس د اړتیاو سره سم د اطاعت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

دغه سازمان ټینګار وکړ چې د “امریکا ته ښه راغلاست” پروګرام ځنډول د افغان ملګرو لپاره ستونزې، ګډوډي او ناڅرګندتیا رامنځته کړې ده.

د ویزې ځنډونه، د ځینو لیږد لارو ځنډول، د تابعیت او کډوالۍ خدماتو کې د پروسس اوږد وخت، د ډېری افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي حالت پای ته رسیدل، د کورنۍ د بیا یوځای کېدو ځنډول، او حتی د قانوني اسنادو سره د ځینو خلکو توقیف یا شدید څارنه د افغان کډوالو سره د ستونزو په توګه یاد شوي دي.

د سازمان په وینا، دې وضعیت د افغانانو په ژوند کې ګډوډي او بې‌ثباتي رامنځته کړې او د راتلونکي لپاره یې په ډاډمن ډول پلان کول ستونزمن کړي دي.

د افغان ایواک مشر شان وانډیور ټینګار وکړ چې د هغو افغانانو د کډوالۍ قضیې چې له امریکایانو سره یې همکاري کړې ده، ګوندي یا سیاسي نه دي، بلکې د متحده ایالاتو اعتبار، ملي امنیت او د دې هېواد اوږدمهاله ژمنو سره تړاو لري.

په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د ملي ګارډ سرتېرو په وړاندې د رحمان‌الله لکنوال، د یوه پخواني افغان سرتېري له ډزو وروسته، د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغان کډوالو په وړاندې خپل اقدامات زیات کړي دي، او دوی یې د امنیت ګواښ بولي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه