د رویټرز په وینا، د امریکا پوځي ځواکونو په ختیځ ارام سمندر او کارابین سمندرونو کې د نشهیي توکو د قاچاق په شکمنو کښتیو باندې په جلا جلا بریدونو کې ۱۱ کسان وژلي دي.
دا بریدونه د دوشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۶ مه ترسره شوې، چې د ټرمپ ادارې د تش په نامه “نشهیي توکو ترهګرو” په وړاندې د کمپاین ترټولو خونړۍ ورځې په نښه کوي.
د متحده ایالاتو سویلي قوماندې وویل چې څلور سړي په لومړي برید کې (په ختیځ ارام سمندر کې)، څلور په دویمه (ختیځ ارام سمندر کې) او درې په دریم (کارابین) کې ووژل شول.
ادعا کیږي چې کښتۍ د نشهیي توکو د قاچاق په پېژندل شویو لارو سفر کاوه او د نشهیي توکو د قاچاق په عملیاتو کې ښکیل وو.
چاپې د هغه پراخ کمپاین برخه ده چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې پیل شو او لسګونه ورته چاپې یې لیدلي دي.
په دې چاپو کې هېڅ امریکایی سرتېری ټپي شوی نه دی. د متحده ایالاتو سویلي قوماندې دا “نارینه مشهیي توکي ترهګر” بللي او ادعا یې کړې چې کښتۍ د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو سره تړاو لري.
د امریکا لخوا په سمندر کې د خپل سري وژنو ترسره کولو عملیات د بشري حقونو ډلو له خوا پراخې نیوکې راپارولي دي، او د بښنې نړیوال سازمان دا د “ډلې په کچه اعدامونه” بولي.


