وروسته له دې چې څه موده وړاندې، ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کریکټ لوبډلې پر ضد پراخ کمپاینونه پیل کړي وو، او د برتانیا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بندیز(بایکاټ) ولګولي، د برتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، راشد خان ته د ۷۰۰ نړیوالو ویکټو د ترلاسه کولو مبارکي ورکړه او په نړیوال جام کې د روان نړیوال جام کې یې افغانستان ته د بریا هیله وکړه.
څه موده وړاندې، ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ادعا وکړه چې افغان لوبډله ملي نه ده، او له ا.ا سره د لوبډلې انځورونو پر خپرېدو نیوکې وکړې. دوی د برتانیا له حکومت او پارلمان څخه وغوښتل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بندیز(بایکاټ) ولګولي.
له دې ټولو بې پایلو هڅو وروسته په لومړي قدم کې برتانیا وویل چې د نجونو کرکټ لوبډلې نه شتون او نورو دلایلو له امله به د افغانستان کرکټ د سړیو ملي حق ونه خوړل.
د برتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، نن په خپلو تازه څرګندونو کې راشد خان ته د ۷۰۰ نړیوالو ویکټو د ترلاسه کولو مبارکي ورکړه.
لینډسي د افغان او انګلستان د لوبډلو وړتیاوې وستایلې او د خپل هېواد د لوبډلې سره یوځای یې په روان نړیوال جام کې د افغانستان د بریا هیله وکړه.
همداراز زلمي خلیلزاد په شل اوریزو لوبو کې راشد خان ته د ۷۰۰ ویکټو د ترلاسه کولو په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړ او دا یې د افغانستان لپاره د ویاړ سرچینه وبلله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ ځلانده ستوري راشد خان تېره ورځ لومړنی توپ اچونکی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.
د یادولو ده چې راشد خان په دې وروستیو کلونو کې د افغان کرکټ په برخه کې یو له خورا پېژندل شویو شخصیتونو څخه ګرځېدلی دی. هغه د معتبرو نړیوالو لیګونو کې د ګډون او په نړیوال جامونو کې د غوره فعالیت له لارې د افغان کرکټ په وده او وقار کې د پام وړ رول لوبولی دی. دغه ریکارډ د هغه په مسلکي کیریر کې یو نوی ګام دی او دا په ګوته کوي چې دا لوبغاړی به د نړۍ په لویو پړاوونو کې ځلېدو ته دوام ورکړي.


