د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ننګرهار په «غنيخېلو» ولسوالۍ کې د ۵٫۷ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوې شبکې له جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا شبکه د غنيخېلو ولسوالۍ په «ګولایي نواباد» سیمه کې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شبکې د چارو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د کیلو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي: “په یاده شبکه کې د ۲۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د یوې ژورې څاه کیندل، د ۳،۸ کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۳۵ نلکو او ۱۴ لمریزې برېښنا تختو نښلول شامل دي “
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د اوبو رسولو دا شبکه د چا په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
په ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د دې پروژې پر بشپړېدو خوښي ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هلته دا ډول نورې پروژې پلې کړي.
د یادولو ده چې دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.


