خانهافغانستانتورغونډۍ بندر کې یوه محموله بې‌کیفیته قیر بېرته ګرځول شوي

تورغونډۍ بندر کې یوه محموله بې‌کیفیته قیر بېرته ګرځول شوي

د معیار او کیفیت ادارې په تورغونډۍ بندر کې د ۲۴٫۵ ټنه بې‌‌کیفیته قیرو له مستردکېدو خبر ورکړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا اقدام د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو ملاتړ په موخه شوی دی.

د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې دې محمولې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له هراړخیزې څېړنې او د کیفیت له کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.

“د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.”

یاده اداره یو وار بیا له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم بېلابېل کم‌کیفیته توکي مسترد کړي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه